afghan universtiy افغان پوهنتون

ایا د بریا په لټه کې یاست؟

نوم‌ليکنه پيل شوې ده!
afghan university student افغان پوهنتون محصلان

د غوره راتلونکي لپاره زموږ سره ګام واخلئ

نوم‌ليکنه پيل شوې ده!
afghan university teachres افغان پوهنتون استاد

راتلونکی مو دلته پېل کړئ

نوم‌ليکنه پيل شوې ده!
afghan university studnet electric engeenering project افغان پوهنتون د برق اتجینری عملی کار

د خپل خوښي تخصص ته لار پیدا کړئ

نوم‌ليکنه پيل شوې ده!
afghan university studner in exame افغان پوهنتون په امتحان کی

موږ مو بریالي لیدل غواړو

نوم‌ليکنه پيل شوې ده!
de-aqeedat-ul-tahaweya-asana-sharha-دالعقیدة-الطهاویه-اسانه-شرخه.jpg

نوی چاپ شوی!

نوم‌ليکنه پيل شوې ده!

خبرونه

دسمبر 15, 2020

د افغانستان له اسلامي بانک سره لاسلیک شو

افغان د لوړو زده کړو مؤسسې او د افغانستان اسلامي بانک ترمنځ د اسد میاشتې په…

د منني (خزاني) کانکور انځورونه
اکتوبر 20, 2020

د ۱۳۹۹ لمريز کال د منني (خزاني) سمسټرونو لپاره د کانکور ازموينه د تلي (میزان) په…

افغان او مستقبل د لوړو زده کړو مؤسسوسره لاسلیک
سپتمبر 17, 2020

افغان او مستقبل د لوړو زده کړو مؤسسو په علمي، څېړنیز او د علمي کدر د…

د الکوزي گروپ لخوا د چاپ شوي دري ژباړې او پښتو تفسير پر محصلانو ووېشل
سپتمبر 16, 2020

په افغان د لوړو زده‌کړو مؤسسې کې د الکوزي گروپ لخوا د چاپ شوي دري ژباړې…

لنډه پېژندنه

افغان د لوړو زده کړو مؤسسه چې د افغان بنسټ او ځینو ملي سوداګرو په ګډو هڅو سره د (دین او هیواد په خدمت کې) تر شعار لاندې د لوړو اکاډمیکو اهدافو د ترلاسه کولو په موخه ایجاد شوه، د ۱۳۹۱ لمریز کال د اسد په ۱۱مه نېټه (چې د ۲۰۱۲ زېږدیز د اګسټ لومړۍ نېټې سره سمون خوري) د لوړو زده کړو له محترم وزارت څخه د ثبت (۳۱۱) شمېره او مسلسل (۶۳) شمېره د فعالیت سند (جواز) ترلاسه او په هیواد کې د یوې معتبرې علمي او تحصیلي مؤسسې په توګه په رسمیت وپېژندل شوه.
افغان د لوړو زده کړو مؤسسه متعهده ده څو خپل تحصیلي خدمات په ښه ډول سره د منل شويو ملي او نړیوالو معیارونو په رڼا کې د نویو میتودونو او پرمخ تللو وسائلو د کارولو پر مټ د علومو شائقینو ته په ډاډمن او اکاډمیک چاپېریال کې د دیني او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره وړاندې کړي.

لرلید

افغان د لوړو زده کړو مؤسسه غواړي چې دیني او اکاډیمیکو ارزښتونو ته په پوره درناوي، د څېړنو، تدریس، معلوماتي ټکنالوژۍ او نوښتونو له لارې د هېواد په کچه د معیاري لوړو زده کړو په برخه کې ځانګړی نوم او شهرت خپل کړي.

ماموریت

افغان د لوړو زده کړو مؤسسه د وخت له غوښتنو او د ټولنې له اړتیاوو سره برابرې لوړې زده کړې، د ملي او نړیوالو منل شویو معیارونو په پلي کولو سره د تدریس او څېړنې له لارې د پوره اعتماد او متقابل احترام په فضاء کې په ښه ډول سره د علومو مینه والو او ټولنې ته وړاندې کړي.

06

چاپي اثار

900

فارغان

120

استاذان

08

ډيپارټمنټونه

ستاسو ارزوگانې او موخې زموږ لومړیتوبونه دي

له افغان سره یې پیل کړئ!

د محصلانو څرګندوني

  • Client Image

    کله چې له دوولسم (۱۲م) ټولګي څخه فارغ شوم ترڅنګ د دې چې د رشتې په انتخاب کې باید دقیق اوسم د پوهنتون انتخاب له هغې راته ګران ؤ او داسې یو پوهنتون چې کاملاً اسلامي محیط افغانې کلتور سره سم، اداري کارمندان، درسی سیستم او د عصر سره سم په ټکنالوژۍ سمبال وي ومومم د خپلې غوښتنې سره سم په دې وتوانیدم چې افغان پوهنتون ته د آزادې سیالۍ (کانکور) له لارې لار پیدا کړم نو د افغان پوهنتون د رهبري کمیټې څخه د زړه له کومي مننه کوم چې د محصلینو د اړتیا وړتیا وړ ټول توکي او امکانات یی برابر کړي دي، زما په آند ما ته په زړه پورې نکته دا ده چې الحمدالله په دې پوهنتون کې په سل فیصده اسلامي فضا او دهرډول تبعیض څخه پرته خپل تحصیل ته ادامه وکولی شم. عظیم الله عظیمي

    • عظیم الله عظیمي
  • Client Image

    الحمدلله والصلاة والسلام علی رسول الله. يو ځوان چې له تعليمي دورې فارغ شي فکرمن وي چې د تحصيلي دورې لپاره کوم پوهنتون غوره کړي!! څو يې راتلونکی روښانه او له هر ډول څنګيزو ستونزو څخه خوندي وي؛ افغان پوهنتون د هېواد په کچه له هغو پوهنتونو دی چې يو محصل له پوره ډاډ او باور سره ورته راځي او له دې نۀ وېرېږي چې دلته به زما راتلونکې تحصيلي دوره څنګه تېرېږي او له کوم برخليک سره به مخ کېږم!؟. ما په دوه کلنه تحصيلي دوره کې د افغان پوهنتون دننه داسې څه وليدل چې ښايي ډېر پوهنتونونه يې ونۀ لري: اداري شفافيت او د چارو ښه سمبالتيا، استاذانو کې ژمنتيا او کره والی، اخلاقي مصؤنيت، بشپړ افغاني کلتور او د دين او هېواد د خدمت ښۀ ولوله. الله جل جلاله دې داسې وخت راولي چې افغان پوهنتون د هېواد پر افق د ځلانده ستوري په څېر وځلېږي. په همدې هيله عبدالحق حماد د افغان پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د اسلامي تعليماتو د څانګي فارغ التحصيل

    • عبدالحق حماد
    • د شرعياتو پوهنځي د اسلامي تعليماتو څانګې فارغ التحصيل
  • Client Image

    افغان پوهنتون هر کال د ځوریدلی هیواد ته په سلګونو مسلکی کدرونه روزی او جامعی ته یی د ښه خدمت لپاره وړاندی کوی. د یادولو وړ ده چه نوموړی پوهنتون اسلامی اوافغانی عنعناتو ته ژمن پوهنتــــون دی . له همدی امله یاد پوهنتون د ښو اولــوړی تجربی لرونکو او زیار کښو استادانو پرمټ په خصــوصــــی پوهنتونونوکی ځلانده نوم لری .نو په د اساس دد پوهنتــــون د سیول انجنیری د پوهنځۍ د محصل په صفت غواړم چـــــــه په راتلوونکی کښی د یاد مسلک په ډګر کښی خپل هیــــــــــواد ته د خدمت جوګه شم اوهمداشان له ټولوهم مسلکو می همدا هیله ده چه خپلی هڅی و نه سپموی.

    • سید نعیم سید
  • Client Image

    نحمده ونصلي علی رسوله الکریم، أما بعد: افغان پوهنتون یو له هغو نوموتو پوهنتونونو څخه دی چې هېوادوالو ته یې د لوړو زده کړو په بهیر کې بېلابېلې اسانتیاوې برابرې کړې دي، او بالآخره د ډېرو هېوادوالو دخوښې وړ ګرځېدلی دی، له همدې امله ما هم افغان پوهنتون د خپلو لوړو زدکړو لپاره غوره کړ، چې په ۱۳۹۶ل کې د شرعیاتو پوهنځي، د فقهې او قانون له څانګې فارغ شوم، او لاندې ځانګړتیاوې مې په خپلو سترګو ليدلي دي: مسلکي استاذان، ښکلی او ازاد چاپېریال، منظم او پاک ټولګي، د مطالعې لپاره په عصري تکنالوژۍ سمبال کتابتون، د محصلانو ترمنځ د ټاکل شویو موضوعاتو ترمنځ سیالۍ، تمثیلي محکمې، شفافه اداره، د هر محصل غوښتنې ته لاسرسی، په کم لګښت لوړې زده کړې او پرمختللی نصاب.

    • داد محمد بریال عطايي
    • د شرعیاتو پوهنځي د فقهې او قانون څانګې فارغ التحصيل