د اقتصاد پوهنځی
پېژندنه
افغان لوړو زدهکړو مؤسسې د اقتصاد پوهنځی په ۱۳۹۱ لمريز کال کې د پوهنتون د تاسيس له مهاله فعاليت کوي. د اقتصاد پوهنځی د سوداګرۍ اداره او ملي اقتصاد دوې څانګې لري، څلور کلن نصاب يې په اتو سمسټرونو کې د کرېډيت سيسټم له مخې چې لومړني دوه کلونه يې په ملي (پښتو او دري) ژبو او وروستني دوه کلونه يې په انګليسي د کدري او متخصصو استاذانو لخوا تدريسېږي.
لرلید
د اقتصاد پوهنځی غواړي چې ديني ارزښتونو او اکاډميکو ارونو ته په درناوي د اسلامي او مروج اقتصاد په برخه کې د څېړنو، تدريس او نوښت له لارې د مسلکي کدرونو په روزنه او د هېواد د اقتصادي ستونزو په حلولو کې ځانګړی نوم او شهرت خپل کړي.
ماموریت
اقتصاد پوهنځی ژمن دی، چې د وخت له غوښتنو او د ټولنې له اړتياوو سره سم، پر ملي او نړيوالو معيارونو برابرې اقتصادي زدهکړې او پرمختللي مهارتونه ټولنې ته وړاندې کړي.
موخې
•اسلامي اقتصاد او بانکوالۍ ته ځانګړې پاملرنه او وده ورکول.
•د هېواد د بشري سرچېنو د بډاينې په پار کدرونه روزل.
•د اقتصادي ستونزو د حل په موخه څېړنې ترسره کول او پايلې يې له اړوند لورو سره شريکول.