د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی
پېژندنه
افغان د لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د پوهنتون د تأسیس له مهاله فعالیت کوي، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د حقوقو او سیاسي علومو دوې څانګې لري، اته سمسټرونه یې د کریډیټ سیستم له مخې په څلورو کلونو کې د کادري او متخصصو استاذانو لخوا تدریسیږي.
لرلید
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی غواړي چې دیني او اکاډمیکو ارزښتونو ته په پوره درناوي په تحصیلي ډګر کې د هېواد په کچه یو د باور وړ پوهنځي په توګه و اوسي.
ماموریت
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی ژمن دی چې د وخت له غوښتنو او د ټولنې له اړتیا سره سم په حقوقي او ډیپلوماتیک ډګر کې هیواد ته وړ کدرونه وړاندې کړي.
موخې
•په حقوقي، عدلي، قضائي، سیاسي او ډیپلوماتیک ډګر کې د هېواد په کچه د ځوانو او مسلکي کدرونو روزل.
•په محصلینو کې پر واقعیتونو ولاړ تحلیل او څېړنې وړتیا پیدا کول.
•په ټولنه کې د قانون رول، اهمیت، د مسؤلیت احساس او د حقوقي پوهاوي کچه لوړول.
ارزښتونه
•اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمنتیا
•په ټولو اداري او اکاډمیکو چارو کې بشپړ شفافیت
•په اداري ، علمي او څېړنیزو چارو کې نړیوالو معیارونو او د لوړو زده کړو وزارت اصولو ته ځانګې پاملرنه.