د داخلې شرائط

په افغان لوړو زده‌کړو مؤسسه کې د شمولیت شرائط په لاندې ډول دي:

لومړی: د دولسم ټولګي فارغانو لپاره:

    • افغانستان تابعیت درلودل.
    • د دولسم ټولګي فراغت سند.
    • د پوهنې له وزارت څخه د در و کلونو تصد یق شوې نومرې.
    • څلور قطعې عکسونه.
    • د کانکور په ازموینه کې بریا.

دوهم: د څوارلسم پاسانو لپاره د یادو شوو شرائطو تر څنګ:

  • په اختصاصي امتحان کې بریا.
  • هغه محصلان چې له مدارسو، دار المعلمین او مسلکي انسټیټیوټ څخه فارغ شوي وي، د دیارلسم اوڅوارلسم ټولګیو و د نمرو سلنه ې باید له( ۸۰٪) څخه کمه نه وي.
  • یوکال تنزیل (دریم سمستر) کې، البته د مدارسو د څوارلسم ټولګي فارغان د اسلامي تعلیماتو په څانګه کې له تنزیل پرته (پنځم سمستر) کې منل کیږي.