حامدا و مصليا

د يوې ټولنې د پرمختګ او ځان بسياينې لپاره علم او معنوي پانګه کدرونه اړين او له لومړيتوبونو څخه دي، وړ علمي کدرونه کولای شي، چې ټولنه له تيارو او د نورو له يرغمال څخه خوندي کړي.

افغان د لوړو زده‌کړو مؤسسه له څو کلونو راهيسي د لوړو زده‌کړو په برخه کې اسلامي او ملي ارزښتونه ته په درناوي د لوړو اکاډميکو اهدافو ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې کوي.

موږ د معیاري اکاډمیک چاپېریال، تحصیلي اسانتیاوو او د معاصرو لوړو زده‌کړو د سیاستونو په لاره اچولو سره د پرمختګ او پیاوړتیا په لور غوره ګامونه پورته کړي؛ څو د معیاري زده‌کړو او کیفیت لوړولو په برخه کې بریالیتوبونه ترلاسه کړو.

افغان د هېواد په کچه د لوړو زده‌کړو لومړنۍ خصوصي اداره ده ، چې د نارینه او ښځینه‌وو څانگې یې د تدریس او ادارې په ټولو برخو کې په بشپړ ډول جلا دي.

د افغان لوړو زده‌کړو مؤسسې د رئيس په توګه ډاډ درکوم چې موږ پر خپلې کړې ژمنه ولاړ یو، د الله تعالی په مرسته به داسې بې ساری علمي کهول ټولنې ته وړاندي کړو چې پر خپل رب جل جلاله  باور لرونکی، د هېواد او هېوادوالو لپاه ګټور، په فکر، ژوند او چلند کې به د غورې تګلارې لرونکي وي.

راځئ د دین او هېواد د خدمت په موخه د افغان له علمي کاروان سره مل شو!

شعيب بریالی

د افغان لوړو زده کړو مؤسسې رئیس