1.       پېژندنه

افغان د لوړو زده‌کړو مؤسسې د افغان بنسټ او ځينو ملي سوداگرو په گډو د ۱۳۹۱ ل کال د زمري په ۱۱مه د لوړو زده‌کړو له محترم وزارت څخه د فعاليت جواز ترلاسه کړ. د هېواد په پلازمېنه کابل کې فعاليت کوي، د شرعياتو، حقوقو او سياسي علومو، اقتصاد او انجنیرۍ پوهنځي لري.

2.     لرلید

افغان د لوړو زده‌کړو مؤسسه غواړي چې دیني او اکاډمیکو ارزښتونو ته په پوره درناوي، د څېړنو، تدریس، معلوماتي ټکنالوجۍ او نوښتونو له لارې د هېواد په کچه د معیاري لوړو زده‌کړو په برخه کې ځانګړی نوم او شهرت خپل کړي.

3.     ماموريت

افغان د لوړو زده‌کړو مؤسسه ژمنه ده، چې د وخت له غوښتنو او د ټولنې له اړتیاوو سره برابرې لوړې زده‌کړې، د ملي او نړیوالو منل شویو معیارونو په پلي کولو سره د تدریس او څېړنې له لارې د پوره اعتماد او متقابل احترام په فضاء کې په ښه ډول د علومو مینه‌والو او ټولنې ته وړاندې کړي.

4.      ارزښتونه

 ژمنتیا/ تعهد: افغان د لوړو زده کړو مؤسسه د دیني او ملي ارزښتونو پلي کولو او درناوي ته ژمنه ده.

آرونه/ اصول: افغان د لوړو زده کړو مؤسسه په ټولو علمي او اداري کړنو کې ځان د اصولو پر تطبیق او رعایت مکلف ګڼي.

روڼتیا/ شفافیت: افغان د لوړو زده کړو مؤسسه په ټولو علمي او اداري چارو کې له پوره روڼتیا کار اخلي.

5.         موخې

  1. د دیني او اکاډیمیکو آرونو په رڼا کې د ټولنې دواړو قشرونو ته، په عصري ټیکنالوجۍ سمبال د تحصیل سالم چاپېریال چمتو کول.
  2. د هېواد په کچه علمي څېړنې ترسره کول او په علمي، مسلکي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ او وده کې ترې ګټه اخیستل.
  3. په اسلامي اخلاقو سمبال، ژمن او وړ کدرونه ټولنې ته وړاندې کول.
  4. د دیني او عصري زده کړو ترمنځ واټن کمول.