افغان د لوړو زده‌کړو مؤسسې د ۱۴۰۰ل کال د غبرګولي په يوولسمه (۱۱) نېټه د سه شنبې په ورځ له استقامت د لوړو زده‌کړو مؤسسې سره د ګډو همکاريو يو تړون لاسليک کړ، چې له مخې به يې دواړه مؤسسې په علمي، تحقيقاتي او د علمي کدر د ظرفيت لوړونې په برخو کې يو له بل سره ګډ کار کوي. د تړون لاسليک د افغان پوهنتون په ریاست مقام کې د دواړو پوهنتونو د علمي مرستيالانو ترمنځ لاسليک شو. دواړو لوريو څرګنده کړه چې دغه تړون به د علمي کدر، استاذانو او محصلينو د ستونزو په اواري کې اغېزمن ثابت شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *