-ماښام-The-Holy-Quran-Giving-from-Alakozai-

په افغان د لوړو زده‌کړو مؤسسې کې د الکوزي گروپ لخوا د چاپ شوي دري ژباړې او پښتو تفسير پر محصلانو ووېشل شو.
د دري ژباړې او پښتو تفسیر د وېش لپاره ځانګړې ناسته راغوښتل شوې وه، ناسته د قران‌کريم په مبارکو ایاتونو پيل شوه.
د افغان لوړو زده‌کړو مؤسسې علمي مرستيال ښاغلي مفتي عبدالحق حقاني محصلانو ته وينا وکړه، نوموړي په خپله وينا کې د الکوزي گروپ “په پښتو او دري د قران‌کريم د ژباړې او تفسير وړيا وېش لړۍ” ستاينه وکړه، دغه يې یو بېساری گام او غوره ډالۍ ياده کړه، او په افغان لوړو زده‌کړو مؤسسې کې يې د وېش مننه وکړه.
د وېش لړۍ د پخواني علمي مرستيال او علمي څېړنو د مسؤول ښاغلي دوکتور نصر من الله مجاهد په لاس پيل شوه.
د دري ژباړه او پښتو تفسير د افغان لوړو زده‌کړو مؤسسې پر استاذانو او سلگونو محصلانو ووېشل شوه.
ياده دي وي چې د وېش دغه لړۍ په درې پړاونو کې بشپړه شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *