پېژندنه

د انجنيرۍ پوهنځی دوې څانګې لري، اته سمسټرونه يې د کرېډيټ سيستم له مخې په څلورو کلونو کې د کادري او متخصصو استاذانو لخوا تدريسېږي. لومړني دوه کلونه يې ګډ او وروستي دوه کلونه يې تخصصي دي.

د انجنيرۍ پوهنځي څانګې

سېول انجنيري

په دې څانګه کې د کانکرېټي او فولادي ودانيو پر ډيزاين، پر ودانيو د زلزلې د کچې کمولو لارو چارو، اوبه او د اوبو اړوند ودانيو لکه کانالونو، پلونو، پلچکونو او استنادي دېوالونو، چاپېريال ساتنې، ټرانسپورټيشن او د پروژو پر سمبالښت تمرکز کېږي.

د سېول څانګې کرېکولم

ګڼه د مضمونونو ډول د کرېډيټ شمېر
۱ پوهنتون شموله ۱۳
۲ اساسي ۴۶
۳ تخصصي ۸۹
۴ اختياري ۶
۵ مونوګراف ۲
ټولټال ۱۵۴

د سېول ډيپارټمنټ د شريکې او تخصصي مرحې سمسټر وار کرېکولم

د برق انجنيري

د برق څانګه د ټکنالوجۍ په اوسني پرمختللي وخت کې یوه مهمه او د نړۍ په کچه د تحقیق او نوښت په ډګر کې د لاس ته راوړنو یوه تخصصي څانګه ده. انرژي، الکټرونیکس او کمونیکېشن د دې څانګې غوښنې برخې دي،  او کرېکولم يې تل د ښه‌والي په موخه تر بياکتنې لاندې وي، اړينې سمه‌ونې او بدلونونه لومړی د پوهنځی او بيا د پوهنتون د علمي شورا له بحث او څېړنې وروسته لوړو زده‌کړو وزارت ته د منلو په موخه وړاندې کېږي، او بيا په پوهنځي کې پلي کېږي.

د برق انجنیران د برقي انرژۍ د تولید، انتقال او توزېع مدیریت، د برق د تولید سټېشنونو ډیزاین، د انرژۍ او کمونيکېشن په برخه کې څېړنېز مرکزونو، مخابراتي شرکتونه او توليدي فابريکو کې کار کولای شي.

د برق څانګې کرېکولم

ګڼه د مضمونونو ډول د کرېډيټ شمېر
۱ پوهنتون شموله ۱۳
۲ اساسي ۴۴
۳ تخصصي ۸۸
۴ اختياري ۵
۵ مونوګراف ۲
ټولټال ۱۵۰

د برق ډيپارټمنټ د شريکې او تخصصي مرحې سمسټر وار کرېکولم

د سېول او برق څانګو فيسونه

ګڼه د فيس ډول فيس
۱ د داخلې فيس نشته
۲ د يوه سمسټر فيس ۱۵۰۰۰زره افغانۍ
۳ د کتابتون فيس نشته
ټولټال ۱۵۰۰۰زره افغانۍ