د رئیس وینا
حامدا و مصليا
د يوې ټولنې د پرمختګ او ځان بسياينې لپاره علم او معنوي پانګه کدرونه اړين او له لومړيتوبونو څخه دي، وړ علمي کدرونه کولی شي، چې ټولنه له تيارو او د نورو له يرغمال څخه خوندي کړي.
افغان د لوړو زدهکړو مؤسسه له څو کلونو راهيسي د لوړو زدهکړو په برخه کې اسلامي او ملي ارزښتونه ته په درناوي د لوړو اکاډميکو اهدافو ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې کوي.
موږ د معیاري اکاډمیک چاپېریال، تحصیلي اسانتیاوو او د معاصرو لوړو زدهکړو د سیاستونو په لاره اچولو سره د پرمختګ او پیاوړتیا په لور غوره ګامونه پورته کړي؛ څو د معیاري زدهکړو او کیفیت لوړولو په برخه کې بریالیتوبونه ترلاسه کړو.
افغان د هېواد په کچه د لوړو زدهکړو لومړنۍ خصوصي اداره ده، چې د نارینه او ښځینهوو څانگې یې د تدریس او ادارې په ټولو برخو کې په بشپړ ډول جلا دي.
د افغان لوړو زدهکړو مؤسسې د رئيس په توګه ډاډ درکوم چې موږ پر خپله کړې ژمنه ولاړ یو، د الله تعالی په مرسته به داسې بې ساری علمي کهول ټولنې ته وړاندې کړو چې پر خپل رب جل جلاله باور لرونکی، د هېواد او هېوادوالو لپاه ګټور، په فکر، ژوند او چلند کې به د غوره تګلارې لرونکی وي.
راځئ د دین او هېواد د خدمت په موخه د افغان له علمي کاروان سره مل شو!
شعيب بریالی