

افغان د لوړو زدهکړو مؤسسې د شرعياتو پوهنځي رياست د ۱۳۹۷ لمريز کال د وږي (سنبلې) له ۱۵ ځخه تر ۱۶ مې نېټې پورې د شرعياتو پوهنځي محصلانو د علمي کچې د لوړتيا او د هېواد د ځوانانو د ويښتابه په پار دوه ورځنی علمي سيمينار جوړ کړی و.
سيمينار د هېواد د تکړه داعي استاذ عبدالواسع صابر لخوا وړاندی شو.
د سيمينار په پای کې گډونوالو ته تصديق پاڼې هم ورکړل شوې.
ياده دي وي چې ښځينه محصلانو لپاره دغه سيمينار په ژوندۍ بڼه په جلا تالار کې خپرېدی.