وزارت تحصیلات عالی هئت (2)

د لوړو زده کړو وزارت هيئت له افغان د لوړو زده کړو مؤسسې څخه ليدنه وکړه د لوړو زده کړو وزارت يو څلور کسيز هيئت د ليندۍ د مياشتې په اوولسمه (۱۷) نېټه د چهارشنبې په ورځ سهار مهال د ارزونې په پار له افغان د لوړو زده کړو مؤسسې څخه ليدنه وکړه.
په دې هيئت کې ښاغلی شيخ شاکر الله «وحدت» صيب، د لوړو زده کړو وزارت د مشورتي بورډ غړی ښاغلی استاذ شاه محمد صيب، د نظارت او کنټرول عمومي مسوول استاذ کامران صیب او د خصوصي پوهنتونونو د اتحاديې اجرايه رييس عبد الله عبد البر صيب شامل وو.
د هيئت محترمو غړو د مؤسسې پر ارزونې سربېره د مؤسسې له مشرانو، استاذانو او کارمندانو سره ليدنه هم وکړه او محصلينو ته يې په لنډه توګه خپلې ويناوې واورولې. هغوی محصلين د زده کړو پر مخ وړلو ته تشويق کړل او ډاډ يې ورکړ چې د زده کړو په مخ کې پراته هر ډول خنډونه به يې له منځه وړي.
محصلينو په خپل وار خپلې ستونزې او وړانديزونه د وزارت له پلاوي سره شريک کړل او بېلا بېلې غوښتنې يې وکړې، چې د وزارت پلاوي پرې د غور کولو ژمنه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *