د څېړنې تګلاره او د مونوګراف ليکنې لارښودد افغان لوړو زده کړو مؤسسې د ۱۴۰۰ ل کال د چنګاښ د مياشتې په نهمه (۹) نېټه د چهارشنبې په ورځ محصلينو ته د (د څېړنې تګلاره او د مونوګراف ليکنې لارښود) تر عنوان لاندې سمينار وړاندې کړ.دغه سمينار د سهار په لسو (۱۰) بجو پيل شو، چې په سر کې يې د پوهنتون د تحقيقاتي مرکز مسوول مقدماتي خبرې وکړې. ورپسې د موضوع په اړه سمينار پيل شو، چې د پوهنتون د استاد او د کتابتون د مسؤول احمد فيصل بريالي له لوري وړاندې شو.د سمينار په درېيمه برخه کې محصلانو ته وخت ورکړل شو، چې د موضوع په اړه خپلې پوښتنې مطرح کړي، چې د سمينار وړاندې کوونکي له لوري ځواب ورکړل شو. سمينار د شرعياتو پوهنځي د رئيس له لوري په دعا سره پای ته ورسول شو، چې ټولټال يې (۹۰) دقيقې وخت ونيو.محصلان سمينار کې د ګډون له کبله خورا خوښ وو او غوښتنه يې وکړه، چې په راتلونکي کې په ورته تحقيقي موضوعاتو نور سمينارونه هم چمتو کړای شي. د پوهنتون د تحقيقاتي مرکز مسؤول له محصلانو سره ژمنه وکړه، چې د دوی غوښتنو ته به لبيک وايي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *