د افغان لوړو زده‌کړو مؤسسې د EL (برښنايي زده کړو) کمېټې د روان ۱۴۰۰ تحصیلي لمریز کال، د غبرګولي (جوزا) میاشتې په ۳۱ نېټه، د سهار نهه بجې د محصلینو له نماینده ګانو سره د انلاین زده کړو په موخه ناسته ترسره کړه.د ناستې په لومړي سر کې د قرآنکریم د مبارکو آیتونو تلاوت وشو، په دوهم قدم کې د مؤسسې رئیس ښاغلی شعیب بریالی ګډونوالو ته د انلاین زده کړو د اړتیا، پلان، پلي کولو او په همدې اړوند د لوړو زده کړو وزارت په موقف او نورو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وکړې.په درېیم قدم کې د محصلینو د نماینده ګانو نظریات، غوښتنې او وړاندیزونو واورېدل شول. د ناستې په پای کې د ټولو ګډونوالو په موافقه د راتلونکې شنبې ۱۴۰۰/۴/۵ په ورځ انلاین زده کړو د پیل پرېکړه وشوه.د یادونې وړ ده، چې د ښځینه محصلاتو د نماینده ګانو سره به سبا سه شنبه د یادې کمېټې ناسته ترسره شي.محصلان کولای شي، چې د لا زیاتو معلوماتو لپاره د اړوند پوهنځي له ریاست سره په اړیکه کې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *