لرلید
افغان د لوړو زده کړو مؤسسه غواړي چې دیني او اکاډیمیکو ارزښتونو ته په پوره درناوي، د څېړنو، تدریس، معلوماتي ټکنالوژۍ او نوښتونو له لارې د هېواد په کچه د معیاري لوړو زده کړو په برخه کې ځانګړی نوم او شهرت خپل کړي.
ماموریت
افغان د لوړو زده کړو مؤسسه د وخت له غوښتنو او د ټولنې له اړتیاوو سره برابرې لوړې زده کړې، د ملي او نړیوالو منل شویو معیارونو په پلي کولو سره د تدریس او څېړنې له لارې د پوره اعتماد او متقابل احترام په فضاء کې په ښه ډول سره د علومو مینه والو او ټولنې ته وړاندې کړي.
موخې
1.د دیني او اکاډیمیکو آرونو په رڼا کې د ټولنې دواړو قشرونو ته، په عصري ټیکنالوجۍ سمبال د تحصیل سالم چاپېریال چمتو کول.
2.د هېواد په کچه علمي څېړنې ترسره کول او په علمي، مسلکي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ او وده کې ترې ګټه اخیستل.
3.په اسلامي اخلاقو سمبال، ژمن او وړ کدرونه ټولنې ته وړاندې کول.
4.د دیني او عصري زده کړو ترمنځ واټن کمول.
ستراتيژیک پلان
افغان د لوړو زده کړو مؤسسې ستراتیژیک پلان ستراتیژیک پلان
ارزښتونه
• ژمنتیا/ تعهد: افغان د لوړو زده کړو مؤسسه د دیني او ملي ارزښتونو پلي کولو او درناوي ته ژمنه ده.
• آرونه/ اصول: افغان د لوړو زده کړو مؤسسه په ټولو علمي او اداري کړنو کې ځان د اصولو پر تطبیق او رعایت مکلف ګڼي.
• روڼتیا/ شفافیت: افغان د لوړو زده کړو مؤسسه په ټولو علمي او اداري چارو کې له پوره روڼتیا کار اخلي.