

د افغان لوړو زدهکړو مؤسسې د انجنيرۍ پوهنځي د سېول او برق ډيپارټمنټونو له فارغانو سره ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د فارغانو پر دندو، دا چې تر څومره کچه توانېدلي دي، په خپله څانګه کې دنده ومومي، او پوهنتون څه مرسته ورسره کولای شي، د ستونزو، تهديدونو او حل لارو په اړه بحث وشو.