پېژندنه

لکه څرنګه چې ټول پوهیږو، د وروستیو څه د پاسه دریو لسیزو جګړو او نا امنیو له امله د هېواد ټول بنسټونه ټکني شول؛ خو تر ټولو ډېر یې د هېواد تعلیمي او تحصیلي بنسټونه اغیزمن کړل، علمي مراکز مو ویجاړ او علمي کدرونه مو پردي وطن ته مهاجر شول، په دې وروستیو کلونو کې د نسبتا مناسب فرصت په را منځ ته کیدو سره ډېرو حقیقي او حکمي اشخاصو هڅې پیل کړلې؛ څو د درنو هېوادوالو علمي سطحه اوچته او تېر نقصانات جبیره کړي چې په دې سلسله کې د لوړو زده کړو ډېرې مؤسسې او پوهنتونونه ایجاد شول، هره مؤسسه او پوهنتون خپل ځانګړی لیدلوری لري، چې په دې لړۍکې افغان د لوړو زده کړو مؤسسې هم د اسلامي اصولو او منل شویو ملي او نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره خپل تحصیلي پروګرامونه پیل کړل.

افغان د لوړو زده کړو مؤسسه چې د افغان بنسټ او ځینو ملي سوداګرو په ګډو هڅو سره د (دین او هېواد په خدمت کې) تر شعار لاندې د لوړو اسلامي اهدافو د ترلاسه کولو په موخه تأسيس شوې ده، د ۱۳۹۱ لمریز کال د اسد په ۱۱ مه نېټه یې د لوړو زده کړو له محترم وزارت څخه د ثبت (۳۱۱) شمېره او مسلسل (۶۳) شمېره د فعالیت سند (جواز) ترلاسه کړ.
افغان د لوړو زده کړو مؤسسه ژمنه ده چې د څلورو پوهنځیو (شرعیات، حقوق، اقتصاد او انجینري) له لارې خپل تحصیلي خدمات د منل شوو ملي او نړیوالو معیارونو په رڼا کې د نویو میتودونو او پرمخ تللو وسائلو د کارولو په مټ د علومو شائقینو ته په ښه ډول وړاندې کړي.
افغان د لوړو زده‌کړو مؤسسه د لوړو زده‌کړو وزارت قوانین او لوائح په جدي ډول پلي کوي او په ډېره کمه موده کې وتوانېدله چې د ښه فعالیت له امله د هېواد په کچه د خصوصي تحصيل په برخه کې ښه وځلېږي، چې د لوړو زده کړو محترم وزارت لخوا د پوهنتونونو په ملي ارزونه کې یې د لوړو نمرو ترلاسه کول د بېلګې په ډول یادولای شو او د ارزونې دا ډول پایلې د افغان د لوړو زده کړو مؤسسې لپاره د تائید د مهر حیثیت لري.

څرنګه چې د افغان د لوړو زده‌کړو مؤسسې د ایجاد موخه یوازې پیسې او مادي امکانات ترلاسه کول نه دي؛ نو د اسلام د مبین دین د اساساتو او د ټولنې د اصیل کلتور او عنعناتو په نظر کې نیولو سره افغان د لوړو زده‌کړو مؤسسه په پوره جلا ډول سره د هلکانو او نجونو لپاره تحصیلي خدمات وړاندې کوي، له مالي پلوه دا چاره ډېر اوچت لګښت ته اړتیا لري مګر بیا هم افغان د لوړو زده‌کړو مؤسسه غواړي څو د خپلو ګرانو محصلانو، درنو استادانو او محترمو اداري کارکوونکو لپاره یو داسې ارام، زړه راښکونکی، صحي او علمي چاپیریال برابر کړي چې د خپل اولاد د اخلاقو او تحصیل په اړه د هرې مور او پلار زړه ډاډه وي، او ګرانو محصلانو ته داسې یو علمي چاپېریال چمتو کړي چې د تحصیلي کچې د لوړوالي ترڅنګ د هغوی سالمې روزنې ته بشپړه پاملرنه شوې وي؛ نو په دې توګه به په اسلامي فکر سمبال، وړ او با احساسه علمي کدرونه ټولنې ته وړاندې کړي څو د علمي او ټیکنالوجیکي کي مهارتونو په مټ د علمي او څېړنيزو فعالیتونو له لارې د هېواد د علمي، ټولنیز، اقتصادي او کلتوري ودې او پرمختګ لامل شي.

افغان د لوړو زده کړو مؤسسه د نړیوال پرمختللي تحصيلي نظام (کريډيټ) او د نړيوالو پوهنتونونو په کچه د معیاري نصاب په درلودلو سره په دواړو ملي ژبو (پښتو او دري) او د اړتیا په صورت کې په ځينو بهرنیو ژبو (عربي او انګليسي) سره د مسلکي او تخصصي کدرونو لخوا خپل تحصيلي خدمات وړاندې کوي.
هغه اسانتیاوې چې افغان د لوړو زده‌کړو مؤسسه یې لري، د علمي نهاد له غوښتنو سره سم د څو پوړیزه ودانۍ درلودل چې ټولګي یې پراخه، په مجهز او پرمخ تللو درسي وسایلو سمبال دي، کتابتون، چټک انټرنېټ، مجهز کمپیوټر لېب، د سیمینارونو او علمي غونډو تالار، مسجد، پراخه پارکینګ، قرطاسیه پلورنځی، ارام ډاډمن علمي چاپېریال، شنه ساحه او کانتین. همدا راز د نجونو لپاره جلا ټولګي، ښځینه استادانې، ښځینه اداري او خدماتي کارکوونکې، د ترانسپورت اسانتیا، جلا ساحه او وړکتون.