خبرونه
د افغانستان له اسلامي بانک سره لاسلیک شو
افغان د لوړو زده کړو مؤسسې او د افغانستان اسلامي بانک ترمنځ د اسد میاشتې په…
د منني (خزاني) کانکور انځورونه
د ۱۳۹۹ لمريز کال د منني (خزاني) سمسټرونو لپاره د کانکور ازموينه د تلي (میزان) په…
افغان او مستقبل د لوړو زده کړو مؤسسوسره لاسلیک
افغان او مستقبل د لوړو زده کړو مؤسسو په علمي، څېړنیز او د علمي کدر د…
د الکوزي گروپ لخوا د چاپ شوي دري ژباړې او پښتو تفسير پر محصلانو ووېشل
په افغان د لوړو زدهکړو مؤسسې کې د الکوزي گروپ لخوا د چاپ شوي دري ژباړې…
لنډه پېژندنه
افغان د لوړو زده کړو مؤسسه چې د افغان بنسټ او ځینو ملي سوداګرو په ګډو هڅو سره د (دین او هیواد په خدمت کې) تر شعار لاندې د لوړو اکاډمیکو اهدافو د ترلاسه کولو په موخه ایجاد شوه، د ۱۳۹۱ لمریز کال د اسد په ۱۱مه نېټه (چې د ۲۰۱۲ زېږدیز د اګسټ لومړۍ نېټې سره سمون خوري) د لوړو زده کړو له محترم وزارت څخه د ثبت (۳۱۱) شمېره او مسلسل (۶۳) شمېره د فعالیت سند (جواز) ترلاسه او په هیواد کې د یوې معتبرې علمي او تحصیلي مؤسسې په توګه په رسمیت وپېژندل شوه.
افغان د لوړو زده کړو مؤسسه متعهده ده څو خپل تحصیلي خدمات په ښه ډول سره د منل شويو ملي او نړیوالو معیارونو په رڼا کې د نویو میتودونو او پرمخ تللو وسائلو د کارولو پر مټ د علومو شائقینو ته په ډاډمن او اکاډمیک چاپېریال کې د دیني او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره وړاندې کړي.
لرلید
افغان د لوړو زده کړو مؤسسه غواړي چې دیني او اکاډیمیکو ارزښتونو ته په پوره درناوي، د څېړنو، تدریس، معلوماتي ټکنالوژۍ او نوښتونو له لارې د هېواد په کچه د معیاري لوړو زده کړو په برخه کې ځانګړی نوم او شهرت خپل کړي.