انجنيرۍ پوهنځي

پېژندنه

د افغان لوړو زده‌کړو مؤسسې د انجنيرۍ پوهنځی په ۱۳۹۱ لمريز کال کې د پوهنتون د تاسيس له مهاله فعاليت کوي.

د انجنيرۍ پوهنځی د سېول او برق دوې څانګې لري، اته سمسټرونه يې د کرېډيټ سيستم له مخې په څلورو کلونو کې د کادري او متخصصو استاذانو لخوا تدريسېږي. لومړني دوه کلونه يې ګډ او وروستي دوه کلونه يې تخصصي دي.

لرليد

د انجینرۍ پوهنځی غواړي چې ديني او اکاډميکو ارزښتونو ته په درناوي د څېړنو، تدريس، معلوماتۍ ټکنالوجۍ او نوښتونو له لارې د هېواد په کچه ځانګړی نوم او شهرت خپل کړي.

ماموريت

د انجینرۍ پوهنځی ژمن دی، چې د هېواد په کچه متعهد او متخصص کادرونه ټولنې ته وړاندي کړي؛ څو د انجنيرۍ په ټولو څانګو کې د هر ډول بدلون له پاره ځواب ویونکي وي.

موخې

  1. د ديني او اکاډميکو آرونو په رڼا کې د انجنيرۍ په برخه کې لوړو زده‌کړو لپاره چاپيريال برابرول.
  2. د انجنيرۍ په ټولو څانګو کې متعهد او متخصص کادرونه ټولنې ته وړاندې کول.
  3. د انجینرۍ پر مټ په ملي او ټولنيزه پراخیتا کې رغنده برخه لرل.

د انجنيرۍ پوهنځي څانګې

سېول انجنيري

په دې څانګه کې د کانکرېټي او فولادي ودانيو پر ډيزاين، پر ودانيو د زلزلې د کچې کمولو لارو چارو، اوبه او د اوبو اړوند ودانيو لکه کانالونو، پلونو، پلچکونو او استنادي دېوالونو، چاپېريال ساتنې، ټرانسپورټيشن او د پروژو پر سمبالښت تمرکز کېږي.

د سېول څانګې کرېکولم

ګڼه د مضمونونو ډول د کرېډيټ شمېر
۱ پوهنتون شموله ۱۳
۲ اساسي ۴۶
۳ تخصصي ۸۹
۴ اختياري ۶
۵ مونوګراف ۲
ټولټال ۱۵۴

د برق انجنيري

د برق څانګه د ټکنالوجۍ په اوسني پرمختللي وخت کې یوه مهمه او د نړۍ په کچه د تحقیق او نوښت په ډګر کې د لاس ته راوړنو یوه تخصصي څانګه ده. انرژي، الکټرونیکس او کمونیکېشن د دې څانګې غوښنې برخې دي.

د برق انجنیران د برقي انرژۍ د تولید، انتقال او توزېع مدیریت، د برق د تولید سټېشنونو ډیزاین، د انرژۍ او کمونيکېشن په برخه کې څېړنېز مرکزونو، مخابراتي شرکتونه او توليدي فابريکو کې کار کولای شي.

د سېول څانګې کرېکولم

ګڼه د مضمونونو ډول د کرېډيټ شمېر
۱ پوهنتون شموله ۱۳
۲ اساسي ۴۴
۳ تخصصي ۸۸
۴ اختياري ۵
۵ مونوګراف ۲
ټولټال ۱۵۰