العقیدة الطحاویة اسانه شرحه


د خپرندوی يادښت
الحمد لله والصلاة والسلام والسلام علی رسول الله! وبعد:
پاکه عقیده انسان ته د روح ارزښت لري؛ ځکه خو قرآن عظیم الشان د پاکې عقېدې درلودونکی د ژوندي او د نا پاکې عقېدې درلودونکی د مړي سره مشابه کړی دی، الله رب العزت فرمایي: İ أَوَمَنْ كَانَ مَيْتًا فَأَحْيَيْنَاهُ وَجَعَلْنَا لَهُ نُورًا يَمْشِي بِهِ فِي النَّاسِ كَمَنْ مَثَلُهُ فِي الظُّلُمَاتِ لَيْسَ بِخَارِجٍ مِنْهَا Ĭ (الانعام/ ۱۲۲)
ژباړه: (آيا نو هغه چې مړ ؤ بيا مو را ژوندى كړ او داسې رڼايي مو وركړه چې په هغې سره د خلكو ترمنځ روان چليږي، د هغه چا په شان دى چې په تياروكې (راګير) وي او ترې وتونكى نه وي؟)
سالمه عقیده درلودل نه یوازې دا چې د انسان آخرت ښایسته کوي، بلکې د دنیا ژوند ته یې هم ښکلا ور بخښي، د سالمې عقېدې درلودونکی له ګیچ او تردد پرته ژوند تېروي، له غم، ډار او ناهیلیتوب څخه په امن کې وي، او د الله تعالی لخوا ورته یو ځانګړی ډاډ او اطمنان ور په برخه کېږي. په همدې بنسټ الله رب العزت فرمایي: İ وَمَنْ يُؤْمِنْ بِاللَّهِ يَهْدِ قَلْبَه Ĭ (التغابن/ ۱۱)
ژباړه: (او څوك چې په الله ايمان راوړي دهغه زړه ته به هدايت وكړي).
د عقېدې په اړه باید د اهل السنة والجماعة تګلاره غوره شي؛ ځکه همدا عقېده موږ ته د صحابه کرامو، تابعینو او د دین د امامانو لخوا رارسېدلې، چې په دې اړه تر ټولو غوره او شهرت لرونکی کتاب د امام طحاوي متن دی کوم چې ګڼې شرحې لري، له هغو شرحو څخه یوه لنډه او مختصره شرحه عربي عالم دوکتور محمد بن عبد الرحمن الخمیس کړې، کومه چې د افغانستان پوهنتونونو لپاره د شرعیاتو پوهنځي په نوي نصاب کې د لوړو زده‌کړو وزارت لخوا د درسي کتاب په توګه وټاکل شوه.
افغان د لوړو زده‌کړو مؤسسې د څېړنو او خپرونو څانګو د درسي کتابونو د ژباړلو او آسانولو په موخه وپتییله چې یاد کتاب وژباړي څو پښتنو وروڼو او په ځانګړي ډول زده‌کړیالانو ته په مورنۍ ژبه د یاد شوي کتاب ژباړه په لاس ورشي.
په یاده ژباړه کې د افغان لوړو زده‌کړو مؤسسه د مفتي رفیع الله نعماني څخه مننه کوي چې یاد کار ته یې اوږه ورکړه او په اسانه او روانه پښتو یې دا ارزښتناک کتاب وژباړه او خپلې ټولنې او هیوادوالو ته یې د قدر وړ خدمت وکړ.

د افغان لوړو زده‌کړو مؤسسې رئیس
شعیب بریالی

 

Category:

Description


کتاب پېژندنه
د کتاب نوم:
د العقیدة الطحاوية اسانه شرحه
ليکوال:
دوکتور محمد بن عبد الرحمن الخمیس
ژباړن:
مفتي رفیع الله نعمان
کتونکی پلاوی:
دوکتور نصرمن الله مجاهد، شعیب بریالی او مفتي عبدالحق حقان
کمپوز او ډیزاین:
ژباړن
د پوښتۍ ډیزاین:
فضل مالک دولتزی
تخنیکي سمونه:
انجنیر محمدافضل ذاکر
پاڼې:
۱۴۴
کچه:
A5
چاپ لړ:
۱۴۰۰ ل:
چاپشمېر:
۱۰۰۰ زر ټوکه
خپرندوی:
افغان د لوړو زدهکړو مؤسسه
پته:
د سرې میاشتې ساحه، افشار، د قرغې سرک، کابل – افغانستا ن

 

Reviews

There are no reviews yet.

Be the first to review “العقیدة الطحاویة اسانه شرحه”

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *