دلوړو زده کړو وزارت علمی معین لطف الله خیرخو (2)

د افغان لوړو زده کړو مؤسسې د علمي څېړنو مديريت د لوړو زده کړو وزارت سره په ګډه د ۱۴۰۰ ل کال د ليندۍ د مياشتې په اوومه (۷) نېټه د يکشنبې په ورځ محصلانو ته د «عصري علومو ته د ټولنې اړتيا» تر عنوان لاندې سمينار وړاندې کړ.
دغه سمينار د سهار په اتو (۸) بجو د انجنيرۍ پوهنځي د يوه محصل له لوري د قران کريم د مبارکو ايتونو په تلاوت پيل شو. ورپسې د مؤسسې رئيس صاحب مقدماتي خبرې وکړې، چې په ترڅ کې يې پر «افغان بنسټ» خبره وشوه او د پوهنتون راتلونکي پلانونه له محصلينو سره شريک شول.
د سمينار په درېيمه برخه کې پر اصل موضوع رڼا واچول شوه ، چې د لوړو زده کړو وزارت د علمي معين ښاغلي لطف الله خيرخوا له لوري وړاندې شو.
د سمينار په وروستۍ برخه کې محصلانو ته وخت ورکړل شو، چې د موضوع په اړه خپلې پوښتنې او وړانديزونه مطرح کړي، چې د سمينار وړاندې کوونکي له لوري ځواب ورکړل شو.
سمينار د شرعياتو پوهنځي د رئيس له لوري په دعا پای ته ورسول شو، او ټولټال (۶۰) دقيقې وخت يې ونيو. .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *