څلوېښت حدیثونه


د افغان پوهنتون د رئيس يادښت
الحمد لله رب العالمين والصلاة والسلام على المبعوث رحمة للعالمين نبينا محمد وعلى آله وصحبه والتابعين ومن تبعهم بإحسان إلى يوم الدين:
دغه علمي پانګه (څلویښت حدیثونه) د افغان پوهنتون د څېړنیز مرکز د غوره فعالیتونو او هڅو لاسته راوړنه ده، چي د هیواد د بیلابیلو مدرسو او پوهنتونونو زده‌کوونکو ته به ګټور او د استفادې وړ تمام سي.
په کتاب کې څلوېښت حدیثونه ټولنې ته په کتو د دین له بېلابېلو بابونو څخه د متخصصو استاذانو په مشوره غوره او په تحليلي بڼه وړاندې سوي دي، د حدیث په رڼا کې زموږ ټولنه ارزول سوې ده، د تېروتنو او اصلاح په اړه يې اړينې لارښوونې سوي دي.
د څیړنیز مرکز له اصولو سره سم له چاپ وړاندې همدا کتاب د متخصصو استاذانو لخوا دوه سمستره تدریس، بیا د یادې څانګې د علمي او مسلکي پلاوي تر کره‌کتنې وروسته چاپ ته چمتو سوی دی او دا هغه څه دي چې د څېړنې په برخه کې د لا باور لامل ګرځي.
باوري یم، چي د څېړنو په برخه کې زموږ مسلکي او غوره فعالیتونه به د فکري او علمي ودې لپاره د ټولنې په علمي، سیاسي، ټولنیزي او اقتصادي برخو کې ګټور تمام سي.
د فکري او علمي بریالیتوب په هیله

Category:

Description


کتاب پېژندنه
د کتاب نوم:
څلوېښت حديثونه
ليکوال:
مفتي عبدالحق حقاني
کمپوز او ډيزاين:
انجنير جمعه خان نائل
خپرندوی:
افغان پوهنتون
چاپچارې:
د خپرنيزو چارو تخنيکي څانګه
چاپلړ:
لومړی، ۱۳۹9 لمريز
چاپشمېر:
۱۰۰۰ زر ټوکه

Reviews

There are no reviews yet.

Be the first to review “څلوېښت حدیثونه”

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *